افغانستان د نړۍ او خپل تاریخ په عروج کې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د جولای په ۲۰ مه  د تاریخي افغاستان په پلازمېنه کابل کې به  د لومړي ځل لپاره نړیوال کنفرانس چې هغه کې به د څلوېښتو هیوادو د باندنیو چارو وزیران او د اویا هیوادونو او موسسو استازي ګډون ولري ، پرانیستل شي . دا کنفرانس به چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نلري افغانانو ته نوې هیلې او خوښی له ځانه سره ولري او طبعآ د افغانستان بدخواهانو او تربورانو ته به د نهیلۍ او مایوسۍ سره ملګری وي !

دا چې یو وخت علامه اقبال د سیمي لوی متفکر او شاعر ویلي وو :

اسیا یک پیکر اب وګل است             ملت افغان در ان پیکر دل است

از فساد او فساد اسیا است                 در ګشاد او ګشاد اسیا است

یو ځل بیا خپله ریښتینولي څرګندوي !

د جولای په ۱۹ مه  د ملګرو ملتو سرمنشي  ښاغلي بانکي مون د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د کابل د نړیوال کنفرانس د ارزښت په اړه وايي « د افغانستان راتلونکی د نړیوالې ټولنې او درستې نړۍ لپاره خورا ډېر لومړیتوب لري . »

دا چې د ملګرو ملتو پشان د یوه نړیوال سازمان مشر وايي ، افغانستان د نړیوالې ټولنې او ټولې نړۍ لپاره لومړیتوب لري د علامه اقبال له وړاندوینې څخه چې هغه پخپل وخت کې یوازې د اسیا  لویه وچه ښودلې وه ، ورتېریږی او د افغانستان ارزښت د نړیوالې ټولنې او ټولې نړۍ لپاره مهم ګڼي !

دا چې ولې او څنګه افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ لپاره دومره لوړ ارزښت لري دلته زموږ د بحث موضوع نه ده  ، بلکې دلته موږ غواړو چې ددې نړیوال او لوړ کنفرانس درشل کې په لنډه توګه هغه ربړې او ستونځې په ګوته کړو چې افغانان ورسره مخ دي او د هغو په حل کې نړیواله ټولنه هم  په یوه یا بله بڼه ښکېل ده .

که څه هم ددې ستونځو یوه برخه د فرانس پریس اژانس سره  د ملګرو ملتو د سرمنشي په مرکه کې  بیانیږي : « موږ له ولسمشر حامد کرزي او د هغه له حکومته تمه لرو چې په کنفرانس کې  ښې حکومتدارۍ ، پوخلاینې او همداراز په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو د لارو چارو په اړه یو قوي پلان وړاندي کړي » خو دا د افغانستان د کړکیچ د حل یو اړخ جوړوي . افغانان د افغانستان دولت څخه د ملګرو ملتو د سرمنشي غوښتنه بیخي پرځای بولي . د کرزي دولت باید ویښ او ځانته ټکان ورکړي او په یادو شویو دریواړه برخو کې افغانانو او هم نړیوالو ته د خپل کار پایله وښۍ .

تر ټولو ړومبی باید د کرزي دولت د اداري فساد جرړې وباسي . د اداري فساد لویه جرړه د کرزي د حکومت په لوړو پوړیو کې د جګړه مارو ، ډاکوانو او لوټمارو شتون دی . کرزی باید د فساد پر ضد مبارزه د خپل شپول او لمن څخه پيل کړی ، که نه د فساد په وړاندې د ادارو په پړسولو سره څوک د کرزي په غوړو خبرو نه تېروځي . پوخلاینه باید له ډاکوانو ، غلو او د ملي ګټو درغلانو سره ونه شي ، په دې کې غولیدلي افغانان د پنجابي او ایراني دوښمن څخه راخپل شي . د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره ، له دفاع وزارت څخه هغه شکمن مشران چې یو مهال يي د پاکستان په اشاره غوښتل د نغلو بند والوځوي لری او پرځای يي مسلکي او په هېواد مین افسران وګمارل شي . ملي اردو پولیس او د ملي امنیت اداره په ملي او هېوادپالو افسرانو غښتلې شي .        

خو د افغانستان ستونځه یوازې کورنی اړخ نلري ، افغانستان کې سیمه او نړۍ ټوله ښکېل ده . دا چې د ملګرو ملتو سرمنشي خپله وايي : د افغانستان راتلونکی د نړیوالې ټولنې او درستې نړۍ لپاره خورا ډېر لومړیتوب لري ، دا مانا لري چې نړۍ باید افغانستان یوازې پرینږدي . نړۍ افغانستان ته د ترهګرو د ځپلو او تعقیب لپاره راغلې وه . اوس ترهګر افغانستان ته له پاکستانه راځي . د ترهګرو د روزنې ، پالني او وسلوال کېدو اډې او مرکزونه په پاکستان کې دي .  د ژمنې سره  سم د نړیوالو او ناټو دنده او مسولیت دی چې ترهګر په هغو ځایو کې تعقیب او وځپي چیري چې شتون لري . اوس ټوله نړۍ په دې باوري ده چې د ترهګرو اصلي ځالې په پاکستان کې دي ، نو نړۍ ولې ورته ګوري ، باید پرې ورودانګي .

د نړیوال کنفرانس په مهال د ټولو افغانانو دنده ده چې د کنفرانس د پریکړو په ملاتړ او پلي کولو کې یو موټي شي . نړیوال کنفرانس د افغانانو د هیلو هینداره ده . پریږدۍ چې دوښمنان د کنفراس په وړاندې د حسادت په لمبو کې وسوځي .

افغانان پرمخ ځي ، افغانستان ابادیږي او د دوښمن زړه چوي !

ژوندی دې وي ویاړلی افغانستان !

د  ۲۰۱۰ کال د جولای ۲۰ مه

 

اخځونه :        

د تاند بریښناپاڼه

 


July 20th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات